IQNA

اسرائيل  په بې مخنینې  اندازې سره په   انزوا کې ژوند کوي

7:59 - April 13, 2024
د خبر لمبر: 3489037
ایکنا- د فلسطین د اسلامی مقاومتی غورّځنګ د سیاسی دفتر  مشر اسماعیل هنیهّ ووئيل، هغه څه چې د ډيپلوماسۍ په کریډور کې پيښيږي، د اسرائيلي رژيم لپاره د بې مخنیې منزوي کیدا  ښودنه کوي.

ایکنا نیوز  د المیادین له قوله راپور راکړ،اسماعیل هنیّه  ووئيل،  په غزې تړانګې کې د نیواکګر وحشي رژيم قتل عام او جنایتونه ددغه تیریګر او جنایتکار رژيم د سټراټژيکې  ناکامئ ښودنه کوي،ځکه چې خپلو موخو ته  ونه رسید.

 هغه زیاته کړې ده ، د اسرائيلو نیواکګر رژيم  حماس غورځنګ  له مینځّ نه دی وړی او  نه به ئې  له مینځه یوسي  او خپل بندیان به له یوې شرافتمندانه  معاملې پرته  بیرته غیږې ته ورنشي.

د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر مشر  ووئيل، د اسرائيلو ماشوم وژونکی رژیم د لویدیځ ناجایز اولاد دی  او  نور  هغه   شی نه دی چې ؤ   او څیره او حیثیّت ئې له مینځه تللی دی.

اسماعیل هنیّه  همداراز ووئيل،  هغه څه چې د ډيپلوماسۍ په کریډورونو کې رامینځةکیږي ،  د اسرائيلو د ناروا رژيم  لپاره د بې مخینې منزوي کیدا نښه ده .

 هغه زیاته کړې ده ، صهیونیسټي رسندویو هم وئيلي دي، چې د بچیانو اولمسیاننو ترور  په خبرو اترو کې د خپل دریځ د بدلولو لپاره  پر حماس غورځنګ د دباؤ داچولو لپاره  ده،چې دا پیښه به رامینځةنشي .

 د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر اسماعیل هنیّه درې بچیان  د وري د  میاشتې په ۲۳ نیټه  د یوشمیر لمسیانو سره یو ځاي په غزې کې د نیواکګر او وحشی رژيم  دپوځ په حملو کې شهیدان شول.

د اسماعیل درې زامن حازم ، امیر او محمد او د هغه لمسیان ، خالد آمال  او رزان  په الشاطي کیمپ کې  د دوي په ګاډي  د نیواکګرو په حملې کې شهیدان شول .

https://iqna.ir/fa/news/4209956/

//////////////////////////////// 

captcha